کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بولر: د ناقانونه نیونو ملاتړي هېوادونه له امریکا سره اړیکې نه شي ساتلی

د ډونالډ ټرمپ استازی ادم بولر وايي، هغه هېوادونه چې د امریکا له نظره د ناقانونه نیونو ملاتړ کوي، نه شي کولی له امریکا سره عادي اړیکې ولري. بل لور ته، افغان حکومت وړمه ورځ د امریکا هغه پرېکړه د تاسف او خواشینۍ وړ بللې وه چې افغانستان یې د یادو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی.  حکومت وویل یو شمېر بهرني وګړي د نافذه قو…

2026-03-12 01:26 127۱ دقیقې لوستل
بولر: د ناقانونه نیونو ملاتړي هېوادونه له امریکا سره اړیکې نه شي ساتلی

د ډونالډ ټرمپ استازی ادم بولر وايي، هغه هېوادونه چې د امریکا له نظره د ناقانونه نیونو ملاتړ کوي، نه شي کولی له امریکا سره عادي اړیکې ولري.

بل لور ته، افغان حکومت وړمه ورځ د امریکا هغه پرېکړه د تاسف او خواشینۍ وړ بللې وه چې افغانستان یې د یادو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړی.

 حکومت وویل یو شمېر بهرني وګړي د نافذه قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي وو چې د قانوني پروسې تر بشپړېدو وروسته خوشې شوي دي.

له دې وړاندې، افغان حکومت له امریکا غوښتي وو چې خپل سفارت بېرته په کابل کې پرانیزي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب