کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بښنې نړۍوال سازمان: بنګله دېش دې د لاريونوالو نيولو څخه ډډه وکړي

د بښنې نړۍوال سازمان په يوه خبر پاڼه کې ويلي، بنګله‌ دېش په يوه اوونۍ کې څه باندې ۹۰۰۰ تنه لاريون کوونکي نيولي دي چې ډېری هغه يې محصلين دي.   په خبر پاڼه کې راغلي، د لاريون‌ کوونکو ډلييزه نيونه او د هغوی بندي‌ کول د ټولو هغه خلکو د غږ د بندولو په معنا ده چې د حکومت پر وړاندې د اعتراض غږ پورته کوي. &…

2024-07-29 19:58 93۱ دقیقې لوستل
بښنې نړۍوال سازمان: بنګله دېش دې د لاريونوالو نيولو څخه ډډه وکړي

د بښنې نړۍوال سازمان په يوه خبر پاڼه کې ويلي، بنګله‌ دېش په يوه اوونۍ کې څه باندې ۹۰۰۰ تنه لاريون کوونکي نيولي دي چې ډېری هغه يې محصلين دي.

 

په خبر پاڼه کې راغلي، د لاريون‌ کوونکو ډلييزه نيونه او د هغوی بندي‌ کول د ټولو هغه خلکو د غږ د بندولو په معنا ده چې د حکومت پر وړاندې د اعتراض غږ پورته کوي.

 

سرچينې ويلي، د بنګلاديش حکومت دې د بیان ازادي او سولييزو غونډو ته درناوی وکړي.

 

بلخوا بیا د بنګلادېش د کورنيو چارو وزير السد زمان خان ويلي، دغه کسان يې د دوی‌ د خونديتوب په موخه نيولي دي.

 

بنګلاديش کې لاريونونه حکومت کې د دندو د سهميه بندي پر ضد پيل شول چې په دې وروستيو کې په تاوتريخوالي واوښتل.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب