کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

بیلاروس: روان زیږدیز کال د نظامي همکاريو او تمریناتو لپاره پلان شوی کال دی

 خبريال: فرمان الله زبيرزی   د بیلاروس د دفاع وزارت د نړیوالو نظامي همکاریو د ادارې رئیس، جنرال والېري ریفینکو، خبر ورکړی، چې د بیلاروس او متحده عربي اماراتو وسله‌وال پوځونه به په ۲۰۲۶ کال کې ګډ نظامي تمرینات ترسره کړي.    ریفینکو ویلي، چې ۲۰۲۶ کال د بیلاروس د وسله‌والو ځواکونو لپاره…

2026-01-02 06:41 151۱ دقیقې لوستل
بیلاروس: روان زیږدیز کال د نظامي همکاريو او تمریناتو لپاره پلان شوی کال دی

 خبريال: فرمان الله زبيرزی 

 د بیلاروس د دفاع وزارت د نړیوالو نظامي همکاریو د ادارې رئیس، جنرال والېري ریفینکو، خبر ورکړی، چې د بیلاروس او متحده عربي اماراتو وسله‌وال پوځونه به په ۲۰۲۶ کال کې ګډ نظامي تمرینات ترسره کړي.

 

 ریفینکو ویلي، چې ۲۰۲۶ کال د بیلاروس د وسله‌والو ځواکونو لپاره د پراخو نړیوالو نظامي همکاریو پلان شوی کال دی.

 

   نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه کال له ۳۵ هېوادونو سره په دریو لویو وچو کې له ۹۲۰ څخه ډېر ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي، چې دا پوځي تمرینات به د بیلاروس په خاوره کې وشي.

 

ریفینکو پر وینا، چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړیوالو نظامي همکاریو په چوکاټ کې بیلاروس ځواکوانو ۷۵۶ فعالیتونه ترسره کړي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب