کابل (کوه نور، ۳ مېزان ۱۴۰۴): د تایوان په ختیځ هولین ولایت کې د یو بند ډنډ د چاودنې له امله یو توپان رامنځته شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۲۴ نور نادرکه شوي دي.
چارواکو ویلي، دا پېښه وروسته له هغې رامنځته شوې، چې یو زورور توپان د «راګاسا» پر ټاپو سخت بارانونه وورېدل او ختیځې اسیا ته یې پراخ زیانونه ورسول.
راپورونو کې راغلي، چې د دې زورور توپان «راګاسا» بهیر له دوشنبې راهیسې د تایوان پر لور را روان دی او د مسیر په اوږدو کې یې د جنوبي چین ساحل هم ته مخه کړې ده.
سرچینو ویلي، د هولین په ولایت کې دغه بند د سې شنبې ماسپښین مات شو او د اوبو لوی سیلاب یې د ګوانګفو ښارګوټي پر لور ورمات کړ.
د تایوان د حکومت ویاند، "لي کوان-ټینګ" ویلي، دې پېښه کې د چهارشنبې تر سهار ۷ بجو پورې، ۱۴ کسان وژل شوي او ۱۸ تنه ټپیان شوي دي، د هولین ولایت
هغه زیاته کړې، تېره شپه د ملي اور وژنې ادارې د ۳۰ کسانو د لادرکه کېدو شمېر خپور کړی و؛ خو زموږ ډلې لا هم په لټه بوختې دي.
د تایوان د اور وژنې ادارې په همدې حال کې ویلي، چې د چهارشنبې تر ورځې پورې په هولین ولایت کې ۱۲۴ کسان لا هم بېدرکه دي.
توپان «راګاسا» تر دې وړاندې په شمالي فلیپین کې د ونو راپرځولو، د ودانیو د چتونو د ورانولو او لږ تر لږه د دوو کسانو د وژلو لامل شوی و.
د یادونې وړ ده، چې په دې پېښه کې زرګونه کسان په ښوونځیو او د بیړنیو حالاتو په مرکزونو کې ځای پر ځای شوي دي.




