کابل (کوه نور، ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴): تایوان کې یو کس د تایبې ښار په مېټرو سټېشن کې د لوګي بمونو تر غورځولو وروسته خلک په چاقو وهلي، چې له امله یې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
ځایې چارواکو ویلي، بریدګر هم هغه مهال مړ شوی، چې د پولیسو له تعقیب وروسته له یوې ودانۍ راولوېده.
د تایوان لومړي وزیر چو جونګ تای ویلي، دا بریدونه چې د تایبې مین سټېشن او ژونګشان سټېشن کې وشول، "قصدي عمل" و؛ خو د برید انګېزه لا روښانه نه ده.
د چارواکو پر وینا، بریدګر، چې ۲۷ کلن چانګ وین نومېده، ماسک یې اچولی و او له برید کولو وړاندې یې د ګاز/لوګي پنځه یا شپږ بمونه غورځولي وو.
په همدې حال کې د تایبې د اور وژنې ریاست ويلي، دې برید کې د بریدګر په ګډون څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.




