د راپورنو له مخې، د عمران خان په مشري چې اوسمهال زندان کې دی د تحريک انصاف ګوند په ټول پاکستان کې د لاريونونو اعلان کړی دی.
بلومبرګ د خپلو سرچينو له قوله راپور ورکړی چې دغه مظاهرې به تر هغې جريان ولري، ترڅو پاکستان کې ديموکراسي حاکمه شي.
د تحريک انصاف ګوند اته مياشتې وړاندې هم د عمران خان د خلاصون په موخه مظاهرې پيل کړې چې د پاکستان د حکومت له غبرګون سره مخ او مرګونې پېښې پکې رامنځته شوې.
همدې حال کې بيا د پاکستان حکومت د ياد ګوند پر لاريونونو او په ښارونو کې یې د څلورو له زياتو کسانو پر را ټولېدنه بنديز لګولی دی.
ورته مهال بيا ياد ګوند چې نن یې لاهور کې د لاريون تابیا لرله، د پاکستان حکومت یې ۳۰۰ غړي نیولي دي.
د تحريک انصاف ګوند د لاهور څانګې مشر امتياز شیخ ويلي، پوځ د ګوند پر ځينو مشرانو هم چاپې وهلې دي.




