کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تحریک انصاف ګوند: د شهباز شریف حکومت د پردیو لاسپوڅی دی

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، د پاکستان نوی حکومت لاسپوڅی بللی دی. له یاد ګوند څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ راغلی حکومت له بهره را وارد شوی او د پاکستان ستونزې نه شي حل کولای. اعلامیه کې زیاته شوې، چې دا حکومت د بیان ازادي نه شي زغملی او د ټولو هغو خلکو په کورنو چاپې اچوي، چې د دوی…

2024-03-10 23:05 90۱ دقیقې لوستل
تحریک انصاف ګوند: د شهباز شریف حکومت د پردیو لاسپوڅی دی

د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند، د پاکستان نوی حکومت لاسپوڅی بللی دی.

له یاد ګوند څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د شهباز شریف په مشرۍ راغلی حکومت له بهره را وارد شوی او د پاکستان ستونزې نه شي حل کولای.

اعلامیه کې زیاته شوې، چې دا حکومت د بیان ازادي نه شي زغملی او د ټولو هغو خلکو په کورنو چاپې اچوي، چې د دوی خلاف غږ پورته کوي.

تحریک انصاف ګوند یاده اعلامیه په داسې حال کې خپروي چې تېره ورځ پاکستاني پولیسو د یاد ګوند تر سلو ډېر غړي نیولي.

ویل کېږي چې په نیول شویو کسانو د دغه ګوند یو شمېر مشران هم شامل دي.

د یادونې ده چې د پاکستاني په پارلماني ټاکنو کې د تحریک انصاف ګوند تر نورو زیاتې څوکۍ ګټلې وې؛ خو د مسلم لیګ‌ن او پاکستان پیپلز پارټي ګوندونو د ائتلاف په پایله کې شهباز شریف د نوي ائتلافي حکومت لومړی وزیر وټاکل شو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب