کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ترکيه او ايران بايد د هغه اقداماتو مخه ونیسي چې د منځني ختیځ سوله او ثبات ګواښي

د ايران جمهورريس ابراهيم رييسي ترکيې ته تللی او هلته يې له خپل سیال رجب طیب اردغان سره ليدلي. دواړو په دغه ليدنه کې ويلي، بايد د هغه اقداماتو مخه ونيسي چې د منځني ختیځ سوله او ثبات زيانمنوي. دوی همداراز د اسرايلو له لوري په غ.زه کې د رامنځته شوې ناورين په اړه هم خبرې کړي او د سيميز ثبات پر ساتلو يې هوکړه کړې. د ايران ج…

2024-01-24 21:40 95۱ دقیقې لوستل
ترکيه او ايران بايد د هغه اقداماتو مخه ونیسي چې د منځني ختیځ سوله او ثبات ګواښي

د ايران جمهورريس ابراهيم رييسي ترکيې ته تللی او هلته يې له خپل سیال رجب طیب اردغان سره ليدلي.

دواړو په دغه ليدنه کې ويلي، بايد د هغه اقداماتو مخه ونيسي چې د منځني ختیځ سوله او ثبات زيانمنوي.

دوی همداراز د اسرايلو له لوري په غ.زه کې د رامنځته شوې ناورين په اړه هم خبرې کړي او د سيميز ثبات پر ساتلو يې هوکړه کړې.

د ايران جمهور ريئس ترکيې ته سفر داسې مهال کوي چې دوه ورځې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير امير حسين عبدالهيان د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت په رسمي بلنه نيويارک ته د سولې او امنيت نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه تللی.

ترکيه او ايران دوه هغه هېوادونه‌ دي، چې وخت ناوخت په غ.زه کې د روان وضعیت په اړه غبرګون ښايي او د غ.زې په خلکو د اسرايلو بريدونه تېری ګڼي.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو هم په غ.زه کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د يا‌ونې ده، چې څه موده وړاندې د اسرايلو لومړي وزير ويلي وو په ايران به حمله وکړي او وبه يې نيسي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب