کابل (کوه نور، ۶ عقرب ۱۴۰۴): ترکیې له بریتانیا سره د ۱۰.۶۴ میلیاردو ډالرو په ارزښت د ۲۰ یوروفایټر ټایفون جنګي الوتکو د رانیولو تړون لاسلیک کړی دی.
د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې، دا تړون د انقرې په مراسمو کې د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان او د بریتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر له لوري لاسلیک شوی دی.
اردوغان دغه تړون "د دواړو متحدو هیوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو نوې نښه" بللې او ویلي یې دي، چې دا به د دفاعي صنعت په برخه کې د ګډو پروژو دروازې هم پرانیزي.
د تړون له مخې، بریتانیا به ترکیې ته ۲۰ یوروفایټر ټایفون الوتکې ورکوي او ممکن په راتلونکي کې نورې الوتکې هم ورکړي.
د راپورونو په اساس، دا د سټارمر د لومړي وزیرۍ له پیل راهیسې ترکیې ته لومړۍ رسمي سفر دی.
تر دې وړاندې، د ترکیې د دفاع وزیر یشار ګولر ویلي وو، چې هېواد یې پلان لري ټولې ۴۴ یوروفایټر ټایفون الوتکې واخلي، چې ۱۲ له قطر، ۱۲ له عمان او ۲۰ له بریتانیا هېواد څخه واخلي.
تمه ده، چې د دغو الوتکو سپارل به د راتلونکي کال له پیله پيل شي.




