د ترکیې رسنیو د راپورونو په اساس د ترکیې ساحلي ځواکونو د ۱۶ کوچنیانو په ګډون ۳۲ تنه افغان کډوال نیولي دي.
د ترکیې هېواد یوه اژانس پرون یکشنبه په یو راپور کې ویلي چې دا کسان په یوه کښتۍ کې د اویوکیک په څنډو کې نیول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه افغان کډوال افغانستان د بیرته ستنولو په موخه په یاد هېواد کې د کډوالو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
دا کډوال داسې مهال نیول شوي چې تېرې لیندۍ میاشت په پای کې هم په یاد هېواد کې د اسنادو د نه لرلو په تور ۶۰ تنه افغان کډوال ونیول شول.




