د ابوظبي چارواکو هغو سمندري غواګانو ته د ښه راغلاست په مناسبت چې د نړۍ په يو څو ټاکل شویو تاسيساتو کې ورته د ساتلو اجازه ورکول کېږي، د اوبو د تونل لاندې اکويريم کې یو شمېر بهرنیو ډیپلوماټانو ته د روژه ماتې مېلمستيا نيولې وه.
دغې بې سارې روژه ماتې کې ځينو سفيرانو، ډيپلوماتانو او په ځانګړې توګه د افريقايي هېوادونو چارواکو ګډون درلود.
د خليج ټايمز د راپور له مخې، دا دوه بحري غواګانې به د منځني ختيځ تر ټولو لوی د ابوظبي ملي اکويريم کې چې له مخکې په کې ۴۶۰ زره بحري ژوي شتون لري، وساتل شي.
د ابوظبي د ملي اکويريم عمومي مدير هميلټن ويلي، ياد ژوي یې له سويلي کوريا څخه په ځانګړې الوتکه کې انتقال کړي چې د يوې پروژې په توګه ترې ګټه واخلي.
مسوولانو ويلي، له کوچني اختر وروسته به عام خلک هم وکولی شي له يادو ژويو ليدنه وکړي.
بحري غواګانې يا ماناټس د آبي تی لرونکي ژوي دي چې په افريقا کې له سينيګال څخه تر انګولا پورې له مغذي موادو بډايه تودو اوبو کې ژوند کوي او له خورا ايکولوژيکي اهميت څخه برخمن دي.
دوی له نورو ځانګړتياوو سره سره د استوګنې د تخريب، غير قانوني ښکار او د کبانو د خوړو په شمول له ګڼو ګواښونو سره هم مخ دي.




