ایراني رسنیو د یاد هېواد د چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دوی پلان کې لري په راتلونکو څو ورځو کې په سیمه کې د امریکا پر نظامي اډو بریدونه ترسره کړي چې له دې سره به د دروانې شخړې په اوږدو کې کړکېچ نور هم ډېر شي.
ایراني سرچینو ویلي په راتلونکو څو ورځو کې به د امریکا نظامي اډې هم هدف وګرځوي چې دغه اعلان ګڼ شمېر اندېښنې راپارولې دي.
بل پلو امریکایې چارواکو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي که چېرته ایران د امریکا پر شتمنیو یا پرسونل بریدونه ترسره کړل نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
په همدې حال کې اسرایلو ویلي چې پر ایراني هدفونو به یې بریدونه دوام لري.
د اسرایلو هوایې ځواکونو ویلي په هغه سیمو بریدونو بریدونه کوو چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو لپاره مهمې بلل کېږي.
د ایران او اسرایلو ترمنځ روان کړکېچ وروسته له هغې ډېر شوی چې اسرایلو د ایران پر مهمو نظامي او اټومي مرکزونو بریدونه ترسره کړل.
ایراني چارواکو ویلي موږ خپل غچ اخلو او زموږ بریدونه به د شنبې له توغندیزو بریدونو وروسته ونه درېږي.
د یادونې وړ ده چې د ایران او اسرایلو ترمنځ روانه جګړه د جمعې په سهار رامنځته شوې چې پکې ۷۸ تنه وژل شوي او ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي د وژل شوو په ډله کې نظامي قومندانان او مهم اټومي ساینسپوهان شامل دي.




