کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تهران کې د اسماعيل هنيه د جنازې لمونځ وشو

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، نن پنجشنبه د ايران پلازمېنه تهران د حماس سیاسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه د جنازې لمونځ د ايران د مذهبي مشر په امامت ترسره شو.   هنيه پرون سهار وختي د ايران پلازمېنه تهران کې ووژل شو. نوموړی دغه هېواد ته د نوي منتخب ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تللی وو.  …

2024-07-31 23:08 78۱ دقیقې لوستل
تهران کې د اسماعيل هنيه د جنازې لمونځ وشو

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، نن پنجشنبه د ايران پلازمېنه تهران د حماس سیاسي دفتر د مشر اسماعيل هنيه د جنازې لمونځ د ايران د مذهبي مشر په امامت ترسره شو.

 

هنيه پرون سهار وختي د ايران پلازمېنه تهران کې ووژل شو.

نوموړی دغه هېواد ته د نوي منتخب ولسمشر مسعود پزشکيان د لوړې مراسمو کې د ګډون په موخه تللی وو.

 

ايراني چارواکو تراوسه د هنيه د وژل کېدو په تړاو وضاحت ندی ورکړی، خو د دغه هېواد مذهبي مشر ايت الله خامنه‌اي د هنيه له وژل کېدو وروسته په اسرايلو د بريد امر ورکړی دی.

 

د حماس د سیاسي دفتر د مشر وژنه د افغانستان، روسيې، ترکيې، سوريې، ايران، پاکستان او ډېرو نورو هېوادونو له لوري وغندل شوه.

 

هېره دې نه وي چې هنيه به په قطر کې خاورو ته وسپارله شي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب