کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېره ورځ هېواد ته له پنځه زرو ډېر کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو یو زر او ۴۲ کورنۍ، چې پنځه زره او ۵۱۳ تنه کیږي، له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي. سرچینې لیکلي، د یادو کډوالو له ډلې، ۹۱۵ کورنۍ د تورخم له لارې، ۷۴ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۳۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۳ کورنۍ د ا…

2026-05-02 00:18 71۱ دقیقې لوستل
تېره ورځ هېواد ته له پنځه زرو ډېر کډوال راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ هېواد ته له ګاونډیو هېوادونو یو زر او ۴۲ کورنۍ، چې پنځه زره او ۵۱۳ تنه کیږي، له بېلابېلو لارو هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي، د یادو کډوالو له ډلې، ۹۱۵ کورنۍ د تورخم له لارې، ۷۴ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې، ۳۷ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۳ کورنۍ د اسلام کلا بندر له لارې او درې کورنۍ د بهرامچې له لارې هېواد ته راغلي دي.

یاد کمېسیون لیکلي، چې له کډوالو سره یې د اړتیا وړ مرستې هم کړې دي.

د یادونې ده، چې له ګاونډیو هېوادنو د کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم دوام لري او هره ورځ لسګونه کورنۍ هېواد ته په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستنیږي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب