کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرو شپږ اوونیو کې غ.زه کې د خوړو د ویش پر مهال ۸۷۵ فلس.طینی.ان وژل شوي

کابل ( کوه نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر راپور ورکړی، چې د تېرو شپږو اوونیو په موده کې غ.زه کې ۸۷۵ فلسطي.نیان د خوراکي توکو د ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي دي. د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ ویاند ثمن الخیتان ویلي، ډېر وژل شوي وګړي د غ.زې په هغه سیمو کې و، چې هلته د بشرپالنې لپاره د خوراکي موادو ویش ر…

2025-07-15 23:33 122۱ دقیقې لوستل
تېرو شپږ اوونیو کې غ.زه کې د خوړو د ویش پر مهال ۸۷۵ فلس.طینی.ان وژل شوي

کابل ( کوه نور ۲۵ سرطان ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر راپور ورکړی، چې د تېرو شپږو اوونیو په موده کې غ.زه کې ۸۷۵ فلسطي.نیان د خوراکي توکو د ترلاسه کولو پر مهال وژل شوي دي.

د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ ویاند ثمن الخیتان ویلي، ډېر وژل شوي وګړي د غ.زې په هغه سیمو کې و، چې هلته د بشرپالنې لپاره د خوراکي موادو ویش روان وو.

د دغه شمېر وژنو سربېره راپورونه ښیې چې ۲۰۱ نور وګړي هم د خوراکي توکو له کاروانونو سره د بري.دونو پر مهال وژل شوي دي.

بل پلو اسرا..یلي ځواکونه نه دا پېښې تایدوي او نه یې هم رد کړې دي خو؛ ویلي یې دي، چې د وروستیو تلفاتو په تړاو یې څېړنې ادامه لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب