کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

تېرکال له هېواده څه د پاسه څلور زره ټنه وچه مېواده صادر شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې له هېواده ۴۶۶ زره ټنه وچه مېوه چې ۶۴۳ میلیونه ډالر قیمت یې درلود صادر شوې ده. له یاد معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه وچه مېوه کې بادام، چهار مغز، جلغوزه، الوبخارا، انځر، ممیز، زردالو، انار، انګور او مڼې شاملې وې. د سرچینې د مالوما…

2025-05-03 21:51 197۱ دقیقې لوستل
تېرکال له هېواده څه د پاسه څلور زره ټنه وچه مېواده صادر شوې

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د تېر ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې له هېواده ۴۶۶ زره ټنه وچه مېوه چې ۶۴۳ میلیونه ډالر قیمت یې درلود صادر شوې ده.

له یاد معاونیت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه وچه مېوه کې بادام، چهار مغز، جلغوزه، الوبخارا، انځر، ممیز، زردالو، انار، انګور او مڼې شاملې وې.

د سرچینې د مالوماتو له مخې له هېواده دغه ۴۶۶ زره ټنه وچه مېوه پاکستان، هند، ازبکستان، متحده عربي اماراتو او ترکیې هېوادونو ته صادره شوې ده.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب