تېر کال له هېواده د ۱۶۵ میلیونه ډالرو څخه په ډېره اندازه انځر صادر شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې له هېواده بهرنیو هېوادونو ته له ۱۶۵ میلیونه ډالرو ډېر انځر صادر شوي دي. ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېرکال کې له هېواده ۳۲ زره او ۸۱۴ ټنه انځر صادر شوي چې ۱۶۵ میلیونه ډالر قیمت یې درلوده. خبرپاڼه زیاتوي د انځرو د صادراتو ډېره برخه هند، پاکستان،…
2025-04-11 19:06 228۱ دقیقې لوستل
د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې له هېواده بهرنیو هېوادونو ته له ۱۶۵ میلیونه ډالرو ډېر انځر صادر شوي دي.
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېرکال کې له هېواده ۳۲ زره او ۸۱۴ ټنه انځر صادر شوي چې ۱۶۵ میلیونه ډالر قیمت یې درلوده.
خبرپاڼه زیاتوي د انځرو د صادراتو ډېره برخه هند، پاکستان، متحده عربي امارت، امریکا متحده ایالت، عمان، قطر، انګلستان، کاناډا او هالنډ هېوادونو ته صادر شوي دي.

Bilal ahmad Meeraniبلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.