کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جان بولټن د محرمو اسنادو د ناقانونه لېږد او ساتنې په تور، تورن شوی

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن د مېریلنډ ایالت يوې محکمې د ناقانونه اسنادو د لېږدونې او ساتنې په تور تورن کړی دی‌.د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پر ۷۶ کلن بولټن دغه قضیه کې ۱۸ تورونه ثبت شوي دي‌.د امريکا عدليې وزارت بیا ويلي، بولټن دغه محرم اسناد چې له بهرنیو ګواښونو سره تړاو لري، د ایم…

2025-10-17 01:57 175۱ دقیقې لوستل
جان بولټن د محرمو اسنادو د ناقانونه لېږد او ساتنې په تور، تورن شوی

د امریکا د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن د مېریلنډ ایالت يوې محکمې د ناقانونه اسنادو د لېږدونې او ساتنې په تور تورن کړی دی‌.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، پر ۷۶ کلن بولټن دغه قضیه کې ۱۸ تورونه ثبت شوي دي‌.
د امريکا عدليې وزارت بیا ويلي، بولټن دغه محرم اسناد چې له بهرنیو ګواښونو سره تړاو لري، د ایمېل له لارې له خپلې لور او مېرمنې سره شريک کړي دي.
سرچینه زياتوي، بولټن د خپلې دندې پر مهال شخصي یاداښتونه د برېښنا ليک له لارې چې ډېری يې نورو هېوادونو ته د استخباراتي موادو په توګه هم کارول کېدل، د برېښنا لیک له لارې شریک کړي دي.
همدې حال کې بيا د امريکا لوی څارنوال ويلي، هيڅوک له قانون پورته نه‌دی او هر څوک چې غیر قانوني کار کوي، بايد حکومت ته ځواب ووايي.
ورته مهال بیا بولټن د محکمې او لوې څارنوال څرګندونې سیاسي غچ اخيستنه بللې ده.
همدې حال کې بیا ټرمپ ويلي، بولټن ډېر بد سړی، هیڅ تغير يې نه‌دی کړی، لکه څنګه چې پخوا وو، اوس هم هم همدا شان دی.
ډ دې يادونې ده چې نږدې دوه مياشتې وړاندې اېف‌بي‌ای د بولټن کور هم پلټلی وو.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب