کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جاپان د روسیې پر ۳۴ شرکتونو بنديز لګولی

  د امريک متحده ايالاتو وروسته چې يوې اونۍ کې یې پر روسيې ۵۰۰ بنديزونه لګولي، جاپان دويم هېواد شو چې پر ۳۴ روسي شرکتونو او ۱۲ کسانو یې بنديز لګوي. د جاپان حکومت د خبرپاڼې په خپرولو اعلان کړی چې کلاشينکوف، الماز-انتي او اورايواګنزاوود د هغو شرکتونو له ډلې دي چې د دوی په تور ليست کې یې ځای نيولی دی. کلاشينکوف او الم…

2024-03-01 03:42 250۱ دقیقې لوستل
جاپان د روسیې پر ۳۴ شرکتونو بنديز لګولی

 

د امريک متحده ايالاتو وروسته چې يوې اونۍ کې یې پر روسيې ۵۰۰ بنديزونه لګولي، جاپان دويم هېواد شو چې پر ۳۴ روسي شرکتونو او ۱۲ کسانو یې بنديز لګوي.

د جاپان حکومت د خبرپاڼې په خپرولو اعلان کړی چې کلاشينکوف، الماز-انتي او اورايواګنزاوود د هغو شرکتونو له ډلې دي چې د دوی په تور ليست کې یې ځای نيولی دی.

کلاشينکوف او الماز-انتي د روسيې هېواد د نظامي وسلو دوه لوی شرکتونه دي.

د ماشومانو حقونو کارکوونکې ايرینا، د روستوف په سيمه کې د ماشومانو د حقونو کارکوونکې ايرينا اګيوا، د بشري حقونو کارکوونکی منصور سولتاف د هغو ۱۲ کسانو له ډلې دي چې جاپان پرې بنديز لګولی دی.

په دغو بنديزونو کې په سفر کولو، اقتصادي راکړه ورکړه او د يادو کسانو او شرکتونو د شتمنيو په لېږد بنديزونه شامل دي.

ياد بنديزونه د اوکراين هېواد په ملاتړ چې روسيه يې د جنګ له لارې د نيولو هڅه کوي، لګول شوي دي‌

تېره اونۍ د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير هم لږ تر لږه پر ۵۰۰ روسي شرکتونو او وګړو د بنديز خبر ورکړی وه.

لیکوال/اېډېټر: Sumira Sayedi
Sumira Sayedi
Sumira Sayedi

ثمیرا سيدي افغان خبریاله ده او په بېلابېلو مسایلو د افغان پرېس خبري اژانس لپاره خبرونه ليکي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب