کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جاپان کې د یوې زورورې زلزلزلې له امله ۳۰ کسان ژوبل شوي او زرګونه نور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي

ڪابل (کوه نور، ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴): تېره شپه د جاپان شمال ختیځ کې د ۷.۵ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان ژوبل شوي او زرګونه نور خلک اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي. د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، زلزله د شپې ۱۱:۱۵ بجې (د نړۍوال وخت له مخې ۱۴:۱۵) رامنځته شوې، چې ژورتیا یې ۵۰ کیلومتره وه او د آوموري سیمې له ساحل څخه شاوخو…

2025-12-08 23:10 105۲ دقیقې لوستل
جاپان کې د یوې زورورې زلزلزلې له امله ۳۰ کسان ژوبل شوي او زرګونه نور د کورونو پرېښودو ته اړ شوي

ڪابل (کوه نور، ۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴): تېره شپه د جاپان شمال ختیځ کې د ۷.۵ درجې زلزلې له امله لږ تر لږه ۳۰ کسان ژوبل شوي او زرګونه نور خلک اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې ویلي، زلزله د شپې ۱۱:۱۵ بجې (د نړۍوال وخت له مخې ۱۴:۱۵) رامنځته شوې، چې ژورتیا یې ۵۰ کیلومتره وه او د آوموري سیمې له ساحل څخه شاوخوا ۸۰ کیلومتره لېرې شوې ده.

د یادې ادارې لخوا په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې زلزلې له امله ځینې رېل خدمات ځنډول شوي او د زرګونو کورونو بریښنا پرې شوې ده.

د دې ادارې مشرانو خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکو ورځو کې بله زوروره زلزله هم وشي او له خلکو یې غوښتي، چې لږ تر لږه یوه اوونۍ دې د بلې احتمالي زلزلې لپاره چتوو واوسي.

په همدې حال کې د جاپان لومړي وزیر ساناې تاکایچي له زلزله ځپلو خلکو غوښتي، چې د زلزلو پر وړاندې خپل چمتووالی بیا وڅېړي او د زلزلې د احساس کولو په صورت کې دې سمدواره خپل کورونه پرېږدي.

د رویټرز خبري آژانس پر وینا، د دې زلزلې له امله شاوخوا ۹۰ زره کسانو ته د تخلیې امر شوی دی.

همداراز د آوموري سیمه‌ییز حکومت ویلي، چې شاوخوا ۲۷۰۰ کورونه له برېښنا بې‌برخې دي او د ختیځ جاپان رېل شرکت هم د شمال ختیځ ساحلي پټلۍ ځینې خدمات ځنډولي.

د جاپان حکومت د لومړي وزیر د کړکېچ مدیریت مرکز کې د غبرګون دفتر جوړ کړی او له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره یې بېړنی ټیم ګمارلی دی.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب