کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جرمني افغان کډوال د ازبکستان له لارې کابل ته را استوي

د جرمني رسنيو د راپورنو له مخې، ياد هېواد غواړي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د ازبکستان له لارې کابل ته واستوي.   راپورته زياتوي، د جرمني د کورنيو چارو وزارت يوه پلاوي په همدې موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر هم کړی دی.   له دغه هېواد را شړل کېدونکی کډوال به له تاشکند څخه د افغان هوايي شرکتونو په…

2024-06-17 01:03 154۱ دقیقې لوستل
جرمني افغان کډوال د ازبکستان له لارې کابل ته را استوي

د جرمني رسنيو د راپورنو له مخې، ياد هېواد غواړي چې په دغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د ازبکستان له لارې کابل ته واستوي.

 

راپورته زياتوي، د جرمني د کورنيو چارو وزارت يوه پلاوي په همدې موخه د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر هم کړی دی.

 

له دغه هېواد را شړل کېدونکی کډوال به له تاشکند څخه د افغان هوايي شرکتونو په واسطه کابل ته را ولېږدول شي.

 

له جرمني د افغان کډوالو د شړلو خبره هغه وخت راپورته شوه چې په دغه هېواد کې يو افغان کډوال جرمنی پوليس له دې امله وواژه چې اسلام ته يې سپکاوی کړی وو.

 

که څه هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له جرمني غوښتي وو چې د افغان کډوالو د شړلو په هکله دې له دوی سره خبرې وشي، خو د جرمني حکومت ويلي، نه غواړي چې‌ په دې برخه کې له افغان حکومت سره په مستقيم ډول خبرې وکړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب