کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جرمني د اسرا... لخوا پر ایران ترسره شوي بریدونه ستایلي

د نړۍوالو رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرټز په کاناډا کې د G7 هېوادونو په غونډه کې د اسرا... لخوا پر ایران بریدونه ستایلي او له اسرا...یلو یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی. میرټز په یاده غونډه کې ویلي که چېرته ایران اټومي خبرو اترو ته راستون نه شي نو ممکن په اجنډا کې یې د ایران د اټومي وسلو په بشپ…

2025-06-18 02:28 30۲ دقیقې لوستل
جرمني د اسرا... لخوا پر ایران ترسره شوي بریدونه ستایلي

د نړۍوالو رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د جرمني لومړي وزیر فریدریش میرټز په کاناډا کې د G7 هېوادونو په غونډه کې د اسرا... لخوا پر ایران بریدونه ستایلي او له اسرا...یلو یې خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

میرټز په یاده غونډه کې ویلي که چېرته ایران اټومي خبرو اترو ته راستون نه شي نو ممکن په اجنډا کې یې د ایران د اټومي وسلو په بشپړه توګه ویجاړول شامل وي.

نوموړي ویلي اسرا... په یواځې ځان د فورډو په څېر د ژورو تاسیساتو د له منځه وړلو وړتیا نه لري خو متحده ایالات د GBU-57 بنکر ماتوونکو بمونو پرمټ دا کار ترسره کولی شي.

رویټرز خبري اژانس د میرټز له قوله ویلي چې د اسرا..یلو د وروستیو بریدونو له امله د ایران رهبرې سخته کمزورې شوې او د یاد هېواد راتلونکی یې له نا مالوم برخلیک سره مخ کړی دی.

فریدیرش میرټز یوه میاشت وړاندې د جرمني د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی او پرون ورځ "سه شنبه، د جون ۱۷مه" یې د جرمني له ZDF شبکې سره په یوه ډېره جنجالي مرکه کې د اسرا...یلو بریدونه یو ناپاک کار بللی دی.

هغه د اسرا...یلي پوځ او حکومت زړورتیا ساتلې او ویې ویل چې دې ځواکونو د ایران رژیم په نښه کړی چې د حماس او حزب الله ډلو ملاتړ یې کاوه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب