کابل (کوه نور، ۱۳ سنبله ۱۴۰۴): د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واډیفول اعلان کړی، چې د هغو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو بهیر، چې د جرمني رسمي منل شوي لیکونه یې ترلاسه کړي؛ د ۲۰۲۵ کال تر پایه بشپړېږي.
واډیفول ویلي، دا مهال ۲۱۰۰ کسان په پاکستان کې او ۲۰۰ تنه په افغانستان کې دي چې د جرمني د بیا مېشتېدو رسمي منل شوي لیکونه یې تر لاسه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، یو امنیتي ارزونه یې روانه کړې؛ ترڅو وڅېړل شي، چې دغه کسان د جرمني لپاره کوم ګواښ نه جوړوي.
د هغه پر وینا، دا بهیر وخت نیسي او په همدې دلیل یې په پاکستان کې ستونزې هم رامنځته کړي؛ خو پر وینا یې، چې دې پایلې ته رسېدلی، چې دغه موضوع به د روان کال تر پایه حل شي او بیا به د هر فرد لپاره اړینې کتنې ترسره شي.
په همدې حال کې د جرمني چارواکي ټینګار کړی، چې هېواد یې هغو کسانو ته ژمن دی، چې له جرمني سره یې همکاري کړې ده.
په ورته وخت کې، د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۵کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۶ اپریل پورې د کورنۍ د یوځای کېدو نوې غوښتنې وځنډوي، چې دې پرېکړې سخت غبرګونونه پارولي دي.
بل پلو د کډوالو شورا اجرائیوي رییس، انور سلیمان ویلي، «تصور وکړئ چې د جګړې یا تاوتریخوالي له امله له خپل له ۱۸ کلنۍ کم عمره ماشوم او نورو غړو څخه بېل پاتې یاست او غواړئ هغوی بریتانیا ته درسره یوځای شي. اوس به دا کار نور ممکن نه وي. یوازینۍ لاره چې پاتې ده، ځکه قانوني لاره تړل شوې دا ده، چې د کښتیو لارې ونیسي او خپل ژوند له خطر سره مخ کړي. زه وېرېږم، چې دا به یوازې لا ډېر خلک د انساني قاچاقګرو لاس ته ورټیل وهي.»




