کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جرمني له پاکستان ۳۲ افغان کډوال لېږدولي

 د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له پاکستان یې ۳۲ افغان کډوال، چې په جرمني کې یې د کډوالو قضیې لرلې، په يوه چارتر الوتکه کې جرمني ته لېږدولي دي. دويچه‌ويله په يوه راپور کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د يوه وياند له قوله ليکلي، جرمني به د‌ هغه افغانانو لېږدولو ته چې په دغه هېواد کې يې د کډوالي غ…

2026-01-10 10:00 86۱ دقیقې لوستل
جرمني له پاکستان ۳۲ افغان کډوال لېږدولي

 د جرمني د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له پاکستان یې ۳۲ افغان کډوال، چې په جرمني کې یې د کډوالو قضیې لرلې، په يوه چارتر الوتکه کې جرمني ته لېږدولي دي.

دويچه‌ويله په يوه راپور کې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د يوه وياند له قوله ليکلي، جرمني به د‌ هغه افغانانو لېږدولو ته چې په دغه هېواد کې يې د کډوالي غوښتنې منل شوي، دوام ورکړي.

که څه هم جرمني په ۲۰۲۵ کال په می میاشت کې دغه پروګرام ځنډولی وو، خو د همدې کال په ورستیو مياشتو کې یې يو ځل بیا هغه کسان بېرته جرمني ته ولېږدول چې له اوږدې مودې راهيسې جرمني ته د تګ په تمه وو.

همدې حال کې بیا دغه هېواد له پاکستان غوښتي وو، هغه کسان چې دغه هېواد کې جرمني ته د تګ په موخه افغانان له د پاکستان ويزې نلري، ونه شړي.

د يادونې ده، چې جرمني ته په تلونکو افغانانو کې يې ډیری د بشري حقونو فعالان او خبريالان شامل دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب