د جنوبي افریقا په یوه غټ ښار "ژوهانسبورګ" کې یو ښاري بس چپه شوی چې له امله یې ۱۲ تنه مړه او ۴۰ نور ټپیان دي.
د فرانسې خبري اژانس خبر ورکړی چې یاده پېښه پرون(سه شنبه، د کب ۲۱مه) د ژوهانسبورګ هوایې ډګر ته نږدې له ګوڼې له ګوڼې په یوه ډک سړک کې رامنځته شوې ده چې له امله ګڼ شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اکورهولني سیمې پولیس وایې ددې پېښې د علت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي خو تر اوسه د پېښې علت نه دی معلوم شوی.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ(دوشنبه، د کب ۲۰مه) هم د پولیسو یو موټر له پلي روان کس او ټکسي سره ټکر کړی و چې په پایله کې یې دواړو خپل له لاسه ورکړی و.
په راپورونو کې راغلي په ژوهانسبرګ کې د ټرافیکي پېښو ډېروالی د سړک جوړونې له پروژو سره تړاو لري چې د ټرافیکو نظم یې له ځانه سره اغېزمن کړی دی.




