کابل (کوه نور، ۲۲ مېزان ۱۴۰۴): د جنوبي افریقا په شمال کې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۴۲ تنه مړه او له ۳۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې دا بس د یکشنبې په ماښام د «N1» لویې لارې په اوږدو کې د «ماخادو» ښار ته نږدې، چې د «لیمپوپو» ایالت پورې اړه لري، له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
سرچینې لیکلي، چې دا بس له «ګکبهره» ښاره، چې د «ایسترن کیپ» ایالت اړوند دی، د زیمبابوې او مالاوي پر لور روان و.
راپور کې راغلي، دې پېښه کې لږ تر لږه ۴۲ کسان مړه شوي او له ۳۰ ډېر نور ټپیان دي.
پع مړو شويو کسانو کې ۱۸ ښځې، ۱۷ نارینه او اووه ماشومان شامل دي.
چارواکو ویلي، چې د پېښې د علت په اړه پلټنې روانې دي او ښايي د موټر چلونکي ستړیا یا تخنیکي ستونزه د دې غمیزې اصلي لامل وي.




