کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جنوبي وزیرستان کې د پوځ او وسله‌والو ترمنځ نښتې روانې دي

د پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې دواړو لورویو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې. له سیمې څخه باخبره سرچینو کوه‌نور ته ویلي، چې په دې نښتو کې لس وسله‌والو او شپږ پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د سرچینو د معلوماتو له مخې دا نښتې په سیمه کې د وسله‌والو پر…

2025-08-21 08:10 175۱ دقیقې لوستل
جنوبي وزیرستان کې د پوځ او وسله‌والو ترمنځ نښتې روانې دي

د پښتونخوا په جنوبي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ او وسله والو ترمنځ نښتې روانې دي، چې دواړو لورویو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه باخبره سرچینو کوه‌نور ته ویلي، چې په دې نښتو کې لس وسله‌والو او شپږ پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دا نښتې په سیمه کې د وسله‌والو پر ضد د عملیاتو له امله رامنځته شوې دي.

بل لورته راپورونه وايي، چې د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له امله د ښځو او ماشومانو په شمول نهه عام کسان هم سخت ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، چې اوس مهال هلته مخابراتي شبکې پرې شوې او خلک د بریدونو له وېرې له خپلو کورنو هم نشي وتلی.

تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب