کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جنوبي کوریا شمالي کوریا سره سرحدي کرښو کې د نښتو کمولو په موخه د خبرو وړاندیز کړی

کابل (کوه نور، ۲۶ عقرب ۱۴۰۴): جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره د سرحدي نښتو د مخنیوي لپاره د خبرو کولو وړاندیز کړی دی. د الجزیرې شبکې د راپور له مخې دا وړاندیز په تېرو اوو کلونو کې لومړی ځل دی، چې سیول هڅه کوي له اټومي وسلو سمبال ګاونډي هېواد سره پوځي تاوتریخوالی کم کړي. د جنوبي کوریا د ملي دفاع د پالیسۍ مرستیال وزیر، کی…

2025-11-17 11:19 180۱ دقیقې لوستل
جنوبي کوریا شمالي کوریا سره سرحدي کرښو کې د نښتو کمولو په موخه د خبرو وړاندیز کړی

کابل (کوه نور، ۲۶ عقرب ۱۴۰۴): جنوبي کوریا له شمالي کوریا سره د سرحدي نښتو د مخنیوي لپاره د خبرو کولو وړاندیز کړی دی.

د الجزیرې شبکې د راپور له مخې دا وړاندیز په تېرو اوو کلونو کې لومړی ځل دی، چې سیول هڅه کوي له اټومي وسلو سمبال ګاونډي هېواد سره پوځي تاوتریخوالی کم کړي.

د جنوبي کوریا د ملي دفاع د پالیسۍ مرستیال وزیر، کیم هونګ-چول، نن یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د پوځ-ترمنځ اړیکې کولای شي د وضعیت د سختېدو مخه ونیسي، په ځانګړي ډول د شمالي کوریا د وروستیو سرحدي سرغړونو په پام کې نیولو سره.

هونګ-چول ویلي، د ناڅاپي شخړو د مخنیوي او پوځي کړکېچونو د کمولو لپاره، یې پوځ په رسمي توګه وړاندیز کوي، چې دواړه خواوې بین‌الکوریایي پوځي خبرې ترسره کړي؛ ترڅو د پوځي سرحدي کرښې (MDL) لپاره یوه روښانه سرحدي کرښه وټاکل شي.

د الحزیرې شبکې په راپور کې ویل شوي، چې د دې پولې په شاوخوا او دننه سیمه کې لږ تر لږه دوه میلیونه ماینونه خښ شوي او دا سیمه د جګړه‌ییزو سرتېرو، اغزن سیم او ټانک ضد خنډونو پواسطه ساتل کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب