کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

جنوبي کوریا په امریکا کې ۳۵۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴): د سويلي کوريا ولسمشر لي‌جي ميونګ له ډونالډ ټرمپ سره د لوړې کچې لیدو لپاره چمتوالی اعلان کړی دی‌. نوموړی به راتلونکې يکشنبه جاپان ته د دغه هېواد د لومړي وزير سره د ليدو په موخه سفر وکړي او له هغې وروسته به د يو لوړپوړي پلاوي په مشري متحده ايالاتو ته ورسېږي. که دغه ليدنه وشي،…

2025-08-25 00:36 241۲ دقیقې لوستل
جنوبي کوریا په امریکا کې ۳۵۰ میلیارده ډالره پانګونه کوي

کابل (کوه نور، ۲ سنبله ۱۴۰۴): د سويلي کوريا ولسمشر لي‌جي ميونګ له ډونالډ ټرمپ سره د لوړې کچې لیدو لپاره چمتوالی اعلان کړی دی‌.

نوموړی به راتلونکې يکشنبه جاپان ته د دغه هېواد د لومړي وزير سره د ليدو په موخه سفر وکړي او له هغې وروسته به د يو لوړپوړي پلاوي په مشري متحده ايالاتو ته ورسېږي.

که دغه ليدنه وشي، نو دا به د دواړو د هېوادونو مشرانو ترمنځ لومړۍ ليدنه وي.

سويلي کوريا د دغې ليدنې اعلان داسې مهال کوي چې تېره جولای مياشت کې ټرمپ پر سويلي کوريا تعرفې له ۲۵ سلنه څخه ۱۵ سلنې ته راکمې کړې.

په دغه ليدنه کې به سويلي کوريا له امريکا د ۱۰۰ ميليارده ډالرو په ارزښت تکنالوژي وپلوري او دغه راز به ياد هېواد کې د ۳۵۰ ميليارده ډالرو په ارزښت پانګونه هم وکړي.

همدې حال کې الجزيرې ليکلي، له دې پانګونې سره ـ سره د سويلي کوريا شرکتونو امريکا کې په مستقيم ډول هم پانګونې کړي دي.

د‌ سويلي کوريا له ولسمشر سره به د دغه هېواد د لويو شرکتونو (سامسونګ، اېل‌جي، هيوانډای موټور او اېس‌کی ګروپ) استازي هم ګډون ولري‌.

سرچيني ليکلي، يوازې همدغه شرکتونو متحده ايالتونو کې د سه باندې ۹۱ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه کړې ده.
که څه هم سويلي کوريا د امريکا د متحدانو له ډلې ده، خو اړيکې یې هغه مهال کمرنګه شوې، چې دغه هېواد کې پخواني معزول شوي ولسمشر نظامي حکومت اعلان کړ.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب