کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حق شناس: له اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو بهیر په عادي ډول روان دی

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی او د څلورو مهمو بندرونو له لارې د انتقالاتو بهیر عادي دی. د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، چې یوازې په تېرې اونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۲۷ زره او ۶۵۰ ټنه توکي لېږدول شوي دي. نوموړی زیاتوي،…

2026-03-05 03:37 188۱ دقیقې لوستل
حق شناس: له اوسپنې پټلۍ د انتقالاتو بهیر په عادي ډول روان دی

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر په منظم ډول روان دی او د څلورو مهمو بندرونو له لارې د انتقالاتو بهیر عادي دی.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ويلي، چې یوازې په تېرې اونۍ کې د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۱۲۷ زره او ۶۵۰ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په همدې موده کې د انتقالاتو تر ټولو لوړه کچه د حیرتان بندر له لارې ترسره شوېو چې نږدې ۸۸ زره او ۱۸۶ ټنه توکي ترې لېږدول شوي دي.

د حق شناس په خبره، په یاده موده کې د وسپنې پټلۍ له لارې ۲۶۵ ټنه صادرات هم نورو هېوادونو ته شوي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب