کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حلب کې د نښتو له امله ځايي خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي

خبریال: صابر احمدزی  د سوريې په حلب ښار کې د وسله والو ډلو د نښتو له امله نهه تنه وژل شوي دي. دغه نښتې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې د سوريې له ملي پوځ سره د کرد ځواکونو د يو ځاې کېدو خبرې ناکامې شوې. راپورونه زياتوي،‌ د دغه نښتو له امله د سيمې اوسېدونکي خوندي ځايونو ته تللي. همدې حال کې بیا د قسد مليشو په يو…

2026-01-07 23:45 66۱ دقیقې لوستل
حلب کې د نښتو له امله ځايي خلک د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي

خبریال: صابر احمدزی 

د سوريې په حلب ښار کې د وسله والو ډلو د نښتو له امله نهه تنه وژل شوي دي.

دغه نښتې وروسته له هغې رامنځته شوې، چې د سوريې له ملي پوځ سره د کرد ځواکونو د يو ځاې کېدو خبرې ناکامې شوې.

راپورونه زياتوي،‌ د دغه نښتو له امله د سيمې اوسېدونکي خوندي ځايونو ته تللي.

همدې حال کې بیا د قسد مليشو په يوه اعلاميه کې ويلي، له حلب ښار يې شاتګ کړی او اوسمهال هلته نظامي حضور نلري.

دوی ويلي، حلب کې يې د امنيت چارې د سوريې حکومتي ځواکونو ته سپارلي دي.

دا په‌ داسې حال کې ده چې د جولاني له واکمني سره سم په دغه هېواد کې د پوځ او ځايي ملېشو او ځينو سيمو کې د وسله والو ډلو ترمنځ نښتې پيل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب