کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حماس د اوربند وړاندیز ومانه؛ خو اسرائیل د جګړې لپاره رفح ښار ته ننوتل

په داسې حال کې چې حماس ډلې په غزه کې د اوربند په اړه د منځګړیو هېوادونو وړاندیز منلی؛ خو تازه د اسرائیلي پوځیانو ټانګونه رفح ښار ته ورداخل شول. الجزیرې راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو له مصر سره د رفح ښار په سرحدي دروازه ولکه ټینګه کړې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو پوځیانو نن سهار بریدونه پیل کړي او تر غرم…

2024-05-07 00:41 44۱ دقیقې لوستل
حماس د اوربند وړاندیز ومانه؛ خو اسرائیل د جګړې لپاره رفح ښار ته ننوتل

په داسې حال کې چې حماس ډلې په غزه کې د اوربند په اړه د منځګړیو هېوادونو وړاندیز منلی؛ خو تازه د اسرائیلي پوځیانو ټانګونه رفح ښار ته ورداخل شول.

الجزیرې راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو له مصر سره د رفح ښار په سرحدي دروازه ولکه ټینګه کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسرائیلو پوځیانو نن سهار بریدونه پیل کړي او تر غرمې وړاندې یې یاده دروازه نیولې ده.

اسرائیلي ځواکونه داسې مهال رفح ښار ته د ننوتو خبر ورکوي، چې تېره ورځ حماس ډلې د منځګړیو هېواودنو له لوري د وړاندیز طرحه منلې ده.

بل لورته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر رفح ښار د بریدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې دا بریدونه باید په بېړني ډول ودرول شي.

د یادونې ده، چې حماس ته په وړاندې شوې طرحه کې ۴۰ ورځنی اوربند او د نیول شویو فلسطینیانو په مقابل کې د یرغمل شویو اسرائیلي پوځيانو خوشې کول شامل دي؛ خو د اسرائیل وايي چې دا وړاندیز د دوی له شرایطو سره په ټکر کې دی او په بشپړ ډول د حماس ډلې له منځه وړلو پورې به جګړې ته دوام ورکړي.

خبرياله: حبیبه صها

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب