کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حماس د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه رد کړې، چې غزه کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي

کابل (کوه نور، ۲۷ عقرب ۱۴۰۴): حماس غورځنګ د ملګرو ملتونو له هغې پرېکړې انکار کړی، چې غزه کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه پکې شوې ده.  دې غورځنګ ویلي، که نړۍوال ځواکونه غزې ته راولیږل شي؛ حماس ډله به د جګړې یوه ښکېله خوا وګرځي. حماس غورځنګ په یو بیان کې ویلي، دوی داسې هر ډول طرحه ردوي، چې د فلسطین پر خاوره د بهرنیو ځ…

2025-11-17 22:28 114۲ دقیقې لوستل
حماس د ملګرو ملتونو هغه پرېکړه رد کړې، چې غزه کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کوي

کابل (کوه نور، ۲۷ عقرب ۱۴۰۴): حماس غورځنګ د ملګرو ملتونو له هغې پرېکړې انکار کړی، چې غزه کې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه پکې شوې ده.

 دې غورځنګ ویلي، که نړۍوال ځواکونه غزې ته راولیږل شي؛ حماس ډله به د جګړې یوه ښکېله خوا وګرځي.

حماس غورځنګ په یو بیان کې ویلي، دوی داسې هر ډول طرحه ردوي، چې د فلسطین پر خاوره د بهرنیو ځواکونو استقرار هدف ولري، ځکه دا کار به د فلسطین د خلکو د ارادې خلاف وي او د اشغال دوام ته به پلمه جوړه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دوشنبې په ورځ د امریکا له خوا وړاندې شوی پرېکړه‌لیک تصویب کړ، چې پکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې د جګړې د پای ته رسولو پلان تایید شوی او د فلسطیني سیمې لپاره د یو نړۍوال ثبات راوستونکي ځواک اجازه ورکړل شوې ده.

حماس غورځنګ دا پرېکړه رد کړې او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د ټرمپ پلان ته ملاتړ ورکول د فلسطینیانو حقونه او غوښتنې نه پوره کوي او دا کار هڅه کوي، چې د غزې تړانګه د نړۍوالو سرپرستۍ لاندې راولي، چې دا کار فلسطینیان او د مقاومت ډلې نه مني.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب