کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حماس د پوځي ویاند ابو عبیده د وژل کېدو اعلان وکړ

خبريال: صابر احمدزی د حماس د پوځي څانګې، الـقسام لواوو، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی پوځي ویاند ابو عبیده نږدې څلور میاشتې وړاندې د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوی دی.  له دې اعلان سره هغه اوازې پای ته ورسېدې چې له څو میاشتو راهیسې روانې وې.ابو عبیده، چې اصلي نوم یې حذیفه سمیر الکهلوت و، د تېر کال د اګست پ…

2025-12-29 10:34 280۱ دقیقې لوستل
حماس د پوځي ویاند ابو عبیده د وژل کېدو اعلان وکړ

خبريال: صابر احمدزی

د حماس د پوځي څانګې، الـقسام لواوو، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی پوځي ویاند ابو عبیده نږدې څلور میاشتې وړاندې د اسراییلو په هوايي برید کې وژل شوی دی.

 له دې اعلان سره هغه اوازې پای ته ورسېدې چې له څو میاشتو راهیسې روانې وې.
ابو عبیده، چې اصلي نوم یې حذیفه سمیر الکهلوت و، د تېر کال د اګست په وروستیو کې هغه مهال په نښه شو، کله چې د اسراییلو هوايي برید د غزې ښار په یوه استوګنیزه ودانۍ ولګېد.
د اسراییلو د دفاع وزیر اسراییل کاتس هغه وخت پر ټولنیزه شبکه (X) ادعا کړې وه چې ابو عبیده یې «له منځه وړی» او ژمنه یې کړې وه چې د حماس پاتې مشران به هم تعقیب کړي.
وروسته د اسراییلو پوځ او د استخباراتو ادارې شین بېت هم دا خبره تائید کړه او ویې ویل چې برید د هغه د ځای په اړه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ شوی و.
خو حماس او د القسام لواوو د میاشتو لپاره چوپتیا غوره کړې وه؛ نه یې د اسراییلو دا ادعا رد کړه او نه یې تائید کړه، چې له امله یې بېلابېلې اوازې زیاتې شوې.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب