کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حماس ډلې پر اسرایلو توغندیز بریدونه کړي

حماس ډلې خبر ورکړی چې د اسرایلي ځواکونو لخوا په غزه کې د فلسطینیانو د ټول وژنې په ځواب کې یې د اسرایلو پر سویلي ښارونو توغندي توغولي دي. په همدې حال کې د اسرایلو فوځ ویلي چې ددوی پر لور نږدې ۱۰ توغندي ویشتل شوي چې ډېری یې شنډ کړای شوي دي. ددغه هېواد ۱۲ ټلویزیوني شبکې منلي چې د یاد هېواد په سویلي اشکیلون ښار باندې توغند…

2025-04-07 02:39 41۱ دقیقې لوستل
حماس ډلې پر اسرایلو توغندیز بریدونه کړي

حماس ډلې خبر ورکړی چې د اسرایلي ځواکونو لخوا په غزه کې د فلسطینیانو د ټول وژنې په ځواب کې یې د اسرایلو پر سویلي ښارونو توغندي توغولي دي.

په همدې حال کې د اسرایلو فوځ ویلي چې ددوی پر لور نږدې ۱۰ توغندي ویشتل شوي چې ډېری یې شنډ کړای شوي دي.

ددغه هېواد ۱۲ ټلویزیوني شبکې منلي چې د یاد هېواد په سویلي اشکیلون ښار باندې توغندي لګېدلي دي.

د اسرایلو د بېړنیو خدمتونو ادارې خبر ورکړی چې ددغه توغندیزو بریدونو له امله یو تن چې د توغندیو د ټوټو له امله ټپي شوی دی دوی یې بېړنۍ درملنه کوي.

ددغه ادارې له خوا په خپره شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې د سړک د غاړې موټرې د توغندیو د لګېدو له امله ویجاړ شوي دي.

پر اسرایلو ددغه توغندیزو بریدونو څخه څو شېبې وروسته د اسرایلو فوځ پر اېکس پاڼه لیکلي چې د غزې مرکزي سیمې دیارالبلاح اوسېدونکو د خپلو کورونو د پرېښودلو ویلي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب