کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

حمدالله فطرت:تورخم کې د زیانمن شویو سوداګرو لاسنیوی کېږي

د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله د تورخم ښارګوټي شاوخوا ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او یو مارکېټ په بشپړ ډول له منځه تللی دی.  زیانمن شوي سوداګر وايي د کلونو شتمني یې له منځه تللې او له اسلامي امارته د مرستې غوښتنه کړي. د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ته استولی، څو د دوکانونو او…

2026-03-10 08:13 167۱ دقیقې لوستل
حمدالله فطرت:تورخم کې د زیانمن شویو سوداګرو لاسنیوی کېږي

د پاکستان د پوځ د بریدونو له امله د تورخم ښارګوټي شاوخوا ۱۵۰ دوکانونه سوځېدلي او یو مارکېټ په بشپړ ډول له منځه تللی دی. 

زیانمن شوي سوداګر وايي د کلونو شتمني یې له منځه تللې او له اسلامي امارته د مرستې غوښتنه کړي.

د ننګرهار والي ملا محمد نعیم اخند د زیانونو د ارزونې لپاره یو پلاوی تورخم ته استولی، څو د دوکانونو او مارکیټونو زیانونه وڅېړي او د مرستې لپاره راپور برابر کړي.

د بریدونو پر مهال جوماتونه، کورونه او نور ملکي ځایونه هم په نښه شوي چې له امله یې مرګ‌ژوبله او بې‌ځایه کېدل هم رامنځته شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب