د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سرپل کې راستنو شويو کډوالو ته د مرستو د وېش په مراسمو کې ویلي، چې د افغانستان ګاونډيو هېوادونو افغانان د خدای د رضا لپاره نه؛ بلکې د خپلو شخصي ګټو لپاره ساتلي وو.
هغه همداراز له افغان کډوال سره د ايران او پاکستان پر چلند نيوکه کړې او ويلي دي، چې که په رښتيا هم دوی د کډوالو کوربه توب د خدای د رضا په موخه وای، نو ناوړه چلند يې نه ورسره کاوه.
نوموړي ويلي، د ګاونډيو هېوادونو له لوري له افغان کډوالو سره روان چلند د انساني، اسلامي او نړيوال اصولو خلاف عمل دی.
حنفي ويلي، افغان کډوال په ګاونډيو هېوادونو کې نه يوازې له محدويتونو سره مخ وو؛ بلکې د شخصي ګټو لپاره هم کارول کېدل.
ده همداراز ډاډ ورکړی چې حکومت به بشپړه توګه د کډوالو ملاتړ وکړي او اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.
نوموړي همداراز پر نړيوالې ټولنې او مرستندويه بنسټونو غږ کړی چې افغان کډوالو سره دې مرستې وکړي.




