کابل (کوه نور، ۲۵ مېزان ۱۴۰۴): د یمن حوثي یاغیانو ډلۍ اعلان کړی، چې د دوی د پوځ لوی درستیز، محمد عبد الکریم الغماري، چې د دې ډلې یو له لوړپوړو پوځي چارواکو څخه و د خپلو دندو د ترسره کولو پر مهال وژل شوی دی.
تر دې اعلان وروسته، د اسراییلو د دفاع وزیر، اسراییل کاتز، ویلي، چې الغماري د دوی په هوايي برید کې وژل شوی او اسراییلو د دغه برید مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
همدارنګه حوثیانو په یوه بیان کې ویلي، چې له اسراییلو سره جګړه لا نه ده ختمه شوې او د دوی پر وینا، اسراییل به "د خپلو جنایتونو سزا وویني".
اسرایلي چارواکو په اګست میاشت کې ویلي وو، چې د یمن پلازمېنې صنعا باندې یې په هوايي بریدونو کې د حوثیانو د مشرانو، په ګډون الغماري هم هدف نیولی و، چې له امله یې د حوثیانو حکومت صدراعظم او څو نور وزیران وژل شوي وو.
د اسراییلو د دفاع وزیر، اسراییل کاتز پرون ویلي، چې الغماري د اسراییلو په برید کې وژل شوی دی.
هغه زیاته کړې، چې راتلونکې کې هم د هر ډول ګواښ پر وړاندې ورته اقدام کولو ته چمتو یو.
د الغماري د مرګ اعلان د امریکا په ملاتړ د اسراییلو او حماس ترمنځ د شکمن اوربند پر شپږمه ورځ کې شوی دی.
دغه اوربند، چې امریکای یې منځګړیتوب کوي په غزه کې د اسراییلو دوه کلنه جګړه درولې، چې نږدې ۶۸ زره فلسطینیان پکې وژل شوي او شدید بشري ناورین یې رامنځته کړی دی.
د بشري حقونو ډلو او د ملګرو ملتونو یوه تحقیقاتي کمېسیون اسراییل په غزه کې د نسل وژنې په ترسره کولو تورن کړی.




