کابل (کوه نور ۶ اسد ۱۴۰۴): غزه کې د بشري ناورین له پراختیا سره سم؛ د یمن حوثیانو خبرداری ورکړی، چې د اسرائیل پر وړاندې یې نوي نظامي عملیات په پیلېدو دي.
د حوثیانو ویاند یحیی السریع تېره ورځ ویلي، چې دوی د اسرائیل د بې ساري جنایتونو پر وړاندې چوپ نشي پاتې کېدی او له فلسطین څخه د ملاتړ په برخه کې ځان مسوول ګڼي.
دوی ټولو نړیوالو شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې له اسرائیل سره راکړه ورکړه بنده کړي او زیاتوي چې که هره کښتۍ اسرایئل ته د سوداګریزو او نورو توکو په انتقال ولیدل شوه؛ نو په نښه به یې کړي.
یحیی السریع دغه راز ویلي، یمن د نورو عربو هېوادونو په څېر د غزې د وضعیت ننداره نشي کولای او دوی به د فلسطین د محاصرې تر ماتېدو پورې پر اسرائیلو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
وړمه ورځ بیا د یمن حوثیانو مشر ویلي وو، چې سلګونه زره پوځیان یې غزه کې د اسرائیل خلاف جګړې ته چمتو دي او له مصر، اردن او سعودي عربستان یې غوښتي وو، چې د ځمکې له لارې غزې ته د دوی د ځواکونو د ورتګ لپاره اجازه ورکړي.
وروسته له هغې، چې اسرائیل پر غزې بریدونه پیل کړل؛ یمن وخت ناوخت د فلسطینیانو په ننګه د اسرائیل د اسرائیل یو شمېر سیمې تر برید لاندې نیسي.
پر دې سربېره بیا د یمن حوثیانو ډېر کله په سره سمندرګي کې هم هغه اسرائیل ته ورتلونکې سوداګریزې کښتۍ په نښه کړې دي.




