د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه اي خبر ورکړی ایران ولس ته د امریکا ولسمشر مجرم دی، د هغو زیانونو او اقتصادي توانونه یې د ایران ولس اړولي باید حساب ورکړي.
خامنه اي ویلي، امریکایان د داسې یوه هېواد شتون نه شي زغملای، چې په دې حساس جغرافیایي موقعیت کې، له ډېرو وړتیاوو او له دوي څخه د علمي او ټکنالوژیک پرمختګ کې مخکښ وي.
نوموړی زیاتوي، د انقلاب له پیل څخه تر نن پورې، دښمنان هڅه کوي ایران بېرته تر خپل پوځي، سیاسي او اقتصادي واک لاندې راولي؛ همدا موخه ده او همدا د امریکا تګلاره ده.
د خامنه اي پر وینا، لکه څنګه چې ایراني ولس د فتنې ملا ماته کړه، باید د فتنې د پاروونکو ملا هم ماته کړو، ځکه امریکایانو دا فتنه د لا سترو موخو لپاره چمتو کړې وه.




