کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

خامنه‌ای: له امريکا سره مو ستونزې د حل وړ نه‌دي

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه‌ای له امريکا سره د اټومي کړکېچ او شته ستونزو په اړه ويلي چې دا حل نه لري‌. خامنه‌ای نن په ټينګار سره ويلي دي چې له امريکا سره يې شته ستونزې د حل وړ نه دي، نو تهران بايد واشنکټن ته تسليم نه شي. هغه ويلي، ايران به د هر هغه چا پر وړاندې ودريږي چې د تهران د تسليمولو هڅه کوي.…

2025-08-24 11:20 194۱ دقیقې لوستل
خامنه‌ای: له امريکا سره مو ستونزې د حل وړ نه‌دي

د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه‌ای له امريکا سره د اټومي کړکېچ او شته ستونزو په اړه ويلي چې دا حل نه لري‌.

خامنه‌ای نن په ټينګار سره ويلي دي چې له امريکا سره يې شته ستونزې د حل وړ نه دي، نو تهران بايد واشنکټن ته تسليم نه شي.

هغه ويلي، ايران به د هر هغه چا پر وړاندې ودريږي چې د تهران د تسليمولو هڅه کوي.

همدې حال کې بیا اروپايي هېوادونو هوکړه کړې ده چې پر ايران به د يورانيمو د غني کولو په برخه کې بنديزونه ولګوي.

فرانسې، انګلستان او جرمني خبرداری ورکړی که تهران مذاکراتو ته راستون نشي، نو ډېر ژر به پرې بنديزونه ولګوي.

خامنه‌ای دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ايران او امريکا ترمنځ اټومي مذاکرات له څو پړاوونو وروسته د دولس ورځنۍ جګړې له امله ودرېدل.

د يادونې ده چې نوموړي له دې وړاندې هم ويلي وو، امريکا هېڅکله نه غواړي چې يو اټومي تاقت لرونکی ايران وويني.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب