د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر اېکس پاڼه ليکلي، ايران ته د ټرمپ وروستي پيغامونه ټوکې نه دي، بلکې هغه په دغه موضوع کې جدي دی.
هغه ليکلي، ټرمپ دوه ځله په ښکاره توګه ايران ته ګواښ کړی، که يې له لاريون کوونکو سره بد چلند وکړ او هغوی يې له خپلو حقوقي او بشري حقونو را وګرځول، نو بريد به پرې وکړي.
د خليلزاد په خبره، خامنه اي فکر کوي چې د ټرمپ دغه څرګندونې بابېزه دي، خو کله چې ټرمپ د پوره امادګي خبره کوي، نو هغه بیا جدي وي.
هغه همداراز ويلي، ټرمپ په سياسي مسايلو کې ټوکې نه کوي او ایران باید دغه څرګندونې ټوکې ونه ګڼي.
همدې حال کې بیا ايران ويلي، هېواد يې جګره نه غواړي؛ خو که څوک بريد کوي بیا د هر ډول ځواب وړتیا لري.




