کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

خليلزاد: چين د ايران جګړه کې نه له امريکا سره مرسته کوي او نه یې بريا ته لېواله دی

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چين د ټرمپ د سفر په تړاو پر اېکس ليکلي، چې ښايي چين له امريکا سره د ايران د جګړې په تړاو مرسته ونکړي او په خبره يې چې دغه هېواد په ياده جګړه کې د امريکا بريا ته هم لېوالتيا نلري. هغه زياته کړې، که څه هم د انرژي د بيو په لوړېدو چین اندېښمن کړی؛ خو دومره هم نه…

2026-05-12 16:58 81۱ دقیقې لوستل
خليلزاد: چين د ايران جګړه کې نه له امريکا سره مرسته کوي او نه یې بريا ته لېواله دی

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چين د ټرمپ د سفر په تړاو پر اېکس ليکلي، چې ښايي چين له امريکا سره د ايران د جګړې په تړاو مرسته ونکړي او په خبره يې چې دغه هېواد په ياده جګړه کې د امريکا بريا ته هم لېوالتيا نلري.

هغه زياته کړې، که څه هم د انرژي د بيو په لوړېدو چین اندېښمن کړی؛ خو دومره هم نه چې جګړې ته په پای ته رسولو کې دې له امريکا سره مرسته وکړي.

خليلزاد زياته کړې، چين غوره ګڼي چې امريکا اوږده جګړه وکړي او له دې لارې یې پوځي سرچينې کمزورې شي، ځواک يې کم شي او جګړه پرته له دې چې امريکا بريالۍ شي پای ته ورسېږي.

نوموړي ټرمپ ته په خطاب کې ويلي، که د چين ولسمشر هر څومره په دغه سفر چې ځان ملګری وښيي؛ خو امريکا بايد پرې باور ونکړي.

هاخوا بيا ټرمپ ويلي، چې د چین له ولسمشر سره به د ایران د جګړې په تړاو خبرې وکړي.

ټرمپ دغه راز خبرداری ورکړی، چې اجازه نه ورکوي ايران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب