خبریال: فرمان الله زبیرزی
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د پاکستان د پوځ ویاند شریف چودري د دوحې تړون ناسم تعبیر کړی، ځکه دغه تړون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو لپاره نه و ترتیب شوی.
خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان او پاکستان دې یو جلا دوهاړخیز تړون وکړي، چې له مخې یې دواړه هېوادونه ژمن شي، چې هېڅ ډله، د داعش او ټيټيپي په ګډون، د بل هېواد پر ضد د هغوی له خاورې کار وانخلي او دا پروسه د یوه درېیم لوري تر څار لاندې وي؛ نو دا به د دواړو هېوادونو په ګټه تمامه شي.
خلیلزاد زیاته کړې، د افغان حکومت له مشرانو سره په وروستیو خبرو باور لري، چې هغوی د دې ډول تړون پر سر خبرو ته چمتو دي.
د هغه پر وینا، دا تړون کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په بنسټیز ډول بدلې کړي او په دې مرحله کې د پرېکړې واک له پاکستان سره دی.




