د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په بلوچستان کې د پاکستان روانه تګلاره ناکامه ده او بدلون ته اړتیا لري. نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان د وروستیو خونړیو بریدونو له پېښو وروسته کړې دي.
بلخوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، وروستي بریدونه د هند له لوري پلان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د بلوڅ بېلتونپالو له لوري په ترسره شوو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۵ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي، خو پاکستاني رسنۍ وايي، چې په نښتو کې شاوخوا ٩٢بلوڅ بېلتونپال هم وژل شوي دي.
خلیلزاد: په بلوچستان کې د پاکستان تګلاره له بنبست سره مخ ده
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په بلوچستان کې د پاکستان روانه تګلاره ناکامه ده او بدلون ته اړتیا لري. نوموړي دا څرګندونې د بلوچستان د وروستیو خونړیو بریدونو له پېښو وروسته کړې دي. بلخوا، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، وروستي بریدونه د هند له لوري پلان ش…




