کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): د پاکستان دفاع وزير خواجه آصف ويلي، د سعودي عرب سره د تړون له برکته به پاکستان له اقتصادي پلوه هم پیاوړی شي.
اصف له جيو نيوز سره په خبرو کې ويلي، چې دا تړون د پاکستان او سعودي عرب تر منځ يو تاریخي ګام دی او دا د "حق جګړې" د بريا يوه لاسته راوړنه ده.
هغه زياته کړهې، په تېرو ۷۵ کلونو کې مو نور دفاعي تړونونه هم کړي وو؛ خو کله، چې سخت وخت راغی تړون کوونکو هېوادونو مرسته نه وه کړې.
خواجه آصف ویلي، د تړون وروسته به سعودي عرب کې زموږ د پوځ شمېر ډېر شي او له نورو هېوادونو سره هم د دفاعي تړونونو امکان شته.
هغه دا هم ويلي، چې څوک زموږ خیر نه غواړي هغوی له دې تړون څخه ناخوښ دي.
نوموړي دا هم څرګنده کړې، چې د سعودي ولي عهد ورته يادونه کړې وه، چې په ۱۹۷۱ کال کې سعودي عرب دوه غټې سمندري کښتۍ هم کراچۍ ته رالېږلي وې.




