کابل (کوه نور، ۲۲ اسد ۱۴۰۴): د بښنې نړۍوال سازمان پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان له زندانه د پښتون ژغورنې غورځنګ لوړ پوړي غړي علي وزیر د ازادېدو غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان یوې اعلامیې کې ویلي، چې علي وزیر د ۲۰۲۴ کال له اګست میاشتې تر اوسه په نا حقه یو کال موده په بند کې تېره کړې ده.
اعلامیه کې راغلي، وزیر پرته له عادلانه محکمې یو کال کېږي چې بندي دی او د بند د اوږدولو په خاطر پرې بې ځایه قضیې ور تپل شوې دي.
د بښنې نړۍوال سازمان پر وینا، علي وزیر له دې وړاندې هم له ۲۰۲۰-۲۰۲۳ کال پورې له دوه کلونو ډېر وخت په غیر قانوني بند کې تېر کړی و.
علي وزیر د اسلام اباد پولیسو د ۲۰۲۴ کال د اګست میاشتې په درېیمه د موټر د ټکر او له پولیسو سره د جنګ کولو په تور نیولی و.
وروسته له هغې محکمې نوموړي ته په یادو قضیو کې ضمانت ورکړ؛ خو د ازادېدو پر ځای له اسلام اباده راولپېنډۍ، بیا د پنجاب په بېلابېلو زندانونو او وروسته د بلوچستان په حب زندان کې بندي شو.
علي وزیر د پاکستان د پوځ پر پالېسیو د سخت انتقاد کوونکي په صفت پېژندل کېږي او ویلي یې دي چې د پاکستان حکومت د جګړې د ختمولو پر ځای وسلې رامنځته کوي.
خو بل پلو د پاکستان حکومت دا تورونه تل رد کړي او ویلي یې دي چې د جګړې د ختمولو لپاره یې ډېره قربانې ورکړې ده.




