کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

درې اړخیزه لوبلړۍ؛ پاکستان پر له پسې دویمه لوبه وګټله

کابل (کوه نور، سنبله ۹، ۱۴۰۴): د پاکستان کرکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې متحده عربی امارات لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپېر ماتې ورکړه. په دغه لوبه کې د پاکستان لوبډلې په لومړي نوبت توپ وهنې د صایم ایوب ۶۹، حسن نواز ۵۶ او محمد نواز ۲۵ تر نورو زیاتو منډو پر مټ په ټاکلو شل اورونو کې د لس ویکټو په زیان ۲۰۸ هد…

2025-08-31 00:31 262۱ دقیقې لوستل
درې اړخیزه لوبلړۍ؛ پاکستان پر له پسې دویمه لوبه وګټله

کابل (کوه نور، سنبله ۹، ۱۴۰۴): د پاکستان کرکټ لوبډلې د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه کې متحده عربی امارات لوبډلې ته د ۳۱ منډو په توپېر ماتې ورکړه.

په دغه لوبه کې د پاکستان لوبډلې په لومړي نوبت توپ وهنې د صایم ایوب ۶۹، حسن نواز ۵۶ او محمد نواز ۲۵ تر نورو زیاتو منډو پر مټ په ټاکلو شل اورونو کې د لس ویکټو په زیان ۲۰۸ هدف وټاکه.

د اماراتو لپاره توپ اچونه کې جنید صدیق ۳، ساغِرخان ۳ او حیدرعلی ۲ ویکټې واخېستې.

د اماراتو لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې د پاکستان له اړخه د ټاکل شوی هدف په ځواب کې د آصف خان ۷۷ او لوبډلمشر محمد وسیم ۳۳ منډو پرمټ په پوره شل اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان ۱۷۶ منډې جوړې کړې.

پاکستان لپاره توپ اچونه کې حسن علي ۳، محمد نواز ۲، صایم ایوب او سلمان مېرزا یو - یو لوبغاړي اوټ کړل.

د یادې لوبلړۍ په دوام سبا دوشنبه ماښام ۷:۳۰ بجې د افغانستان او اماراتو لوبډلې لوبه کوي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب