کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اتریش د اپوزیسیون ګوند مشر د اوکراین د ملاتړ له امله د لوړپوړي دیپلومات د استعفا غوښتنه کړې

کابل (کوه نور ۶ دلوه ۱۴۰۴): د اتریش د ازادۍ ګوند (FPO) عمومي منشي مایکل شنیدلیتس د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې بئاتې ماینل رایزینګر هغه پرېکړه سخته غندلې، چې له مخې یې اوکراین ته بشري مرستې تر درې میلیونو یورو زیاتې شوې او د هغې د استعفا غوښتنه یې کړې ده. شنیدلیتس د «کورییر» ورځپاڼې ته ویلي، هر څوک چې د بحران…

2026-01-25 23:51 91۱ دقیقې لوستل
د اتریش د اپوزیسیون ګوند مشر د اوکراین د ملاتړ له امله د لوړپوړي دیپلومات د استعفا غوښتنه کړې

کابل (کوه نور ۶ دلوه ۱۴۰۴): د اتریش د ازادۍ ګوند (FPO) عمومي منشي مایکل شنیدلیتس د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې بئاتې ماینل رایزینګر هغه پرېکړه سخته غندلې، چې له مخې یې اوکراین ته بشري مرستې تر درې میلیونو یورو زیاتې شوې او د هغې د استعفا غوښتنه یې کړې ده.

شنیدلیتس د «کورییر» ورځپاڼې ته ویلي، هر څوک چې د بحران پر مهال د اتریشي ولس پیسې اخلي او یو فاسد سیستم ته یې ورکوي، باید د اتریشي ولس د استازولۍ له څوکۍ استعفا وکړي.

هغه زیاته کړې، اوکراین له ډېر وخت راهیسې په داسې «بې‌پایه کندې» بدل شوی، چې ویانا پکې په بې‌پروايي میلیاردونه یورو لګوي.

 ورځپاڼې لیکلي، شنیدلیتس د یکشنبې په ورځ یوه اعلامیه هم خپره کړې، چې پکې یې له اتریشي چارواکو غوښتي، چې هر ډول مالي مرستې اوکراین ته بندې کړي.

باید وویل شي، چې تر دې وړاندې د اتریش لومړي وزیر کریستیان شتوکر د اوکراین د چټک اروپايي ټولنې غړیتوب مخالفت کړی و.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب