کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

د اتریش په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس د اتریش په سوېل ڪې په یوه ښوونځي کې د ډزو کېدلو له امله نهه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون سه شنبه د اتریش په ګراتس ښار کې رامنځته شوې ده چې ۱۹ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. په راپور کې راغلي چې د یادې پېښې په قربانیانو کې اته تنه ز…

2025-06-10 21:22 11۲ دقیقې لوستل
د اتریش په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو په اساس د اتریش په سوېل ڪې په یوه ښوونځي کې د ډزو کېدلو له امله نهه تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه پرون سه شنبه د اتریش په ګراتس ښار کې رامنځته شوې ده چې ۱۹ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په راپور کې راغلي چې د یادې پېښې په قربانیانو کې اته تنه زده کوونکي او یو عام وګړی وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د ګراتس د پولیسو ویاند له رسنیو سره په خبرو کې د سیمې د کنټرول خبر ورکړی او ویېلي دي چې د سیمې حالت بیرته عادي شوی دی.

کرونن تسایتونګ ځایې ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پېښې د تورن کس جسد په یوه تشناب کې پیدا شوی دی.

د دغه ورځپاڼې په راپور کې لیکل شوی چې اتریش د اروپایې هېوادونو په منځ کې یو له هغه هېوادونو څخه دی چې د وګړو ترمنځ د وسلو د شتون لوړه کچه لري.

"د کوچنیو وسلو سروې" د څېړنې پروژې د مالوماتو له مخې یاد هېواد کې په منځنۍ توګه په هرو ۱۰۰ کسانو کې ۳۰ یې خپله شخصي وسله لري.

د یادونې ده چې د دغه پېښې د علت او څرنګوالي په اړه لا هم څېړنې دوام لري.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب